مینه پال: له حزب اسلامي سره د سولې خبرې ډېرې ښې پر مخ تللي

افغان حکومت وايي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي ډلې سره د سولې خبرې ډېرې ښې پر مخ تللي او حکومت له دې ډلې سره د جوړجاړي پر سر ستونزه نه لري.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال نن ازادي راډيو ته وویل چې له حزب اسلامي ډلې سره اوس هم ښې خبرې روانې دي او دا په ښاغلي حکمتیار پورې اړه لري چې د سولې شوی تړون لاسلیکوي که یې نه لاسلیکوي.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"هغه تړون چې د افغانستان د حکومت او د حکمتیار صاحب د ډلې ترمنځ وه هغه د افغانستان حکومت هغوی ته لیږلې ده. نور په حکمتیار صاحب پورې اړه لري چې لاسلیکوي یې که یې نه لاسلیکوي."

افغان حکومت په داسې حال کې د حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو د کامیابه کېدو په اړه خوشبیني وښوده چې د یادې ډلې مرکچي پلاوي د سولې په تړون کې د ځینو برخو د وضاحت وړاندیز کړی دی.

افغان حکومت او حزب اسلامي ګوند استازېو له څو اونیو بحثونو وروسته د سولې تړون جوړ کړ چې ویل کیږي تر تطبیق وروسته به یې په دې ډلې بندیزونه لرې او د بندیانو د راخوشې کولو زمینه برابره شي.