الکوزی: یو شمېر افغان سوداګرو له روسي سوداګرو سره خبرې کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، یو شمېر افغان سوداګر په روسیې کې له روسي سوداګرو سره پر یو شمېر سوداګریزو موضوعاتو خبرې کوي او د دغه هېواد یو شمېر ښارونو ته هم سفرونه کوي.

د دغې خوني مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې دغه سوداګر به هلته د روسیې د ساختماني پروژو، ګډې سرمایه ګذارۍ، کرنې او معدن په برخه کې له روسي سوداګرو سره خبرې وکړي.

ښاغلی الکوزی وايي، افغان او روسي سوداګرو د سوداګرېزو اړیکو د پراختیا په اړه یو شمېر تړونونه هم لاسلیک کړي دي.