د روښنایي غورځنګ لسګونه کسان له ترکمنستانه د سالنګ له لارې د ۵۰۰ کیلو ولټ بریښنا د انتقال په غبرګون نن په کابل کې سره غونډ شول.
دغو کسانو چې د کابل په لویدیځه سیمه کې سره ټول شوي و یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له ترکمستانه دې د ۵۰۰کیلو ولټ د بریښنا لاېن د بامیان له لارې تېر شي.
دغو معترضینو وویل، که حکومت د دوی غوښتنې ونه مني په هېواد کې دننه او له هېواده بهر به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې د افغانستان حکومت له دې مخکې دغه ستونزې ته د حل لار موندلو په هدف کمېسیون ټاکلی و او دغه کمېسیون د ۵۰۰ کیلو ولټ بریښنا لاین د تېرېدو لپاره د سالنګ لار ټاکلې وه.