مودي: له افغانستان سره به د هند همکاري دوام پیدا کړي

د هند صدراعظم ټینګار کوي چې له افغانستان سره به یې همکاري دوام پیدا کړي.

نریندرا مودي د امریکا کانګرس ته تېره ورځ په واشنګټن کې وینا وکړه.

ده وویل چې امریکا او هند د افغانستان د سولې او ارامي لپاره ډیرې قربانۍ ورکړې دي:

"د یوه سوله ییز، باثباته او بریالي افغانستان په خاطر زموږ ژمنه، زموږ ګډ هدف دی."

د هند صدراعظم په خپله وینا کې په افغانستان کې د هند مرستو ته اشاره وکړه او په ځانګړي ډول یې د سلما بند او د افغانستان د ملي شورا ودانۍ یاده کړه چې د هند په مرسته جوړ شوی او روان کال مودي په خپله پرانېستی دی.

خو د هند صدراعظم ټینګار وکړ چې لا هم ترورېزم د افغانستان لپاره ستر ګواښ دی.

د ده په وینا د دې ګواښ د له منځه وړلو لپاره پکار ده چې امریکا او نړیواله ټولنه له هند سره همکاري وکړي.