د افغانستان د ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې د کورنیو چارو د وزارت له دې پریکړې سره مخالفت وکړ چې ویلي یې دي خبریالان دې تر دې وروسته له (ډرون کمرو) استفاده نه کوي.
د افغانستان د ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې مشر رحیم اله سمندر ازادي راډیو ته وویل:
"نن به تاسو د افغانستان د ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې غبرګون په دې برخه کې ووینئ. د ټولنې اعلامیه خپریږي. په هغې کې به د دغه ډول محدودیت یا سانسور پر وړاندې عکس العمل وښیو."
د افغانستان د ملي امنیت د شورا د پریکړې له مخې د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو ته خبر ورکړ چې له ( ډرون کمرو) کار وانخلي.
د کورنیو چارو وزارت په دې باور دی چې دا ډول کمرې امنیتي ستونزې پیدا کوي.