په پاکستان کې يوې ښځې خپله لور سوځلې ده،پاکستاني چارواکي وايي، یوه ښځه يې په دې تور نيولې چې خپله لور يې ژوندۍ سوځلې او دا ځکه چې لور يې د خپلې خوښې واده کړی وو.
پوليسو ويلي ياده نجلۍ په لاهور کې نن وژل شوې او مور يې په همدې ورځ د پوليسو له خوا نيول شوې ده.
د پوليسو د افسر شېخ حماد اختر ويلي په قتل تورنې، پروين رفيق منلې چې پر خپلې اتلس کلنې لور زينت رفيق يې د زوی په مرسته تېل چپه کړل او ورته يې اور ورته کړ.
پوليس د قاتلې په زوی پسې ګرځي.
په پاکستان کې د ښځو پر وړاندې تاوترويخوالی عام دی. په دغه هېواد کې هرکال شاوخوا زر ښځې په ناموسي وژنو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
تېره مياشت په ورته پېښه کې يوه نولس کلنه نجلۍ ماريا بي بي ځکه ووژل شوه چې د يوه سړي سره يې له واده ډډه وکړه چې د دې د عمر دوه واري عمر يې درلود. ماريه ته هم اور ورته شوی وو.