پاکستان ته د تلونکو افغانانو د ستونزې د هواري هڅې پيل شوي

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د افغانانو د ورتګ د ستونزې د حل په اړه جدي هڅې پیل کړې دي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان دولت د دې ستونزې د حل لپاره جدي هڅې کوي، په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په دوامداره توګه پاکستاني چارواکو سره د دې ستونزې د حل لپاره په اړیکه کې دي هرکله چې دا هڅې نتیجه ورکړي، انشاالله د هڅو پایلې به له خلکو سره شریکې شي."

پاکستان د روانې میلادي میاشتې له سره خپله هغه پریکړه عملي کړه چې پر اساس یې هېڅ افغان نه شي کولای له ویزې پرته د تورخم او نورو لارو دغه هېواد ته ورشي.

د پاکستان له دغه اقدام وروسته په ننګرهار کې هم خلکو مظاهرې وکړې او وي ویل چې د پولې دواړه خواوې یو دي او باید پاکستان له دې کړنې نه لاس واخلي.