د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو نن په کابل کې مظاهره وکړه.
مظاهره کوونکي چې د لوړو زده کړو وزارت مخې ته راټول شوي و له لوړو زده کړو وزارت څخه یې وغوښتل چې باید د روژې په مبارکه میاشت کې دوې ته رخصتي ورکړي.
دوی وایي، د هوا د ګرمېدو او د روژې په راتګ سره د زده کړو پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین رسنیو ته وویل چې محصلینو ته رخصتي د دوی له صلاحیت څخه پورته خبره ده او په دې اړه باید ولسمشر خپله پریکړه وکړي.
له دې وړاندې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم محصلینو د ورته موضوع لپاره مظاهرې کړې دي.