د دفاع او ملي امنیت کاندیدان ولسي جرګې ته معرفي شول

د جمهور رییس غني دویم مرستیال د د دفاع وزارت او د ملي امنیت ریاست لپاره کاندیدان نن د باور رایې د اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړل.

سرور دانش د ولسي جرګې په غونډه کې د خلکو له استازو وغوښتل ترڅو روانو کړکېچنو شرایطو ته په کتو دغو کسانو ته د باور رایې ورکړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني څه موده وړاندې د ملي امنیت سرپرستۍ لپاره معصوم ستانکزی او د دفاع وزارت لپاره ډګر جنرال عبدالله خان د سرپرستانو په توګه ونومول.

د افغانستان د ملي امنيت رياست او دفاع وزارت له څو میاشتو راهیسې د سرپرستانو له خوا اداره کیږي.