پوتین: له اسرائیل سره به خپلې اړیکي پیاوړې کړو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د تروریزم پر ضد د مبارزې لپاره به له اسراییل سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

ولسمشر پوتين پرون سې شنبې په مسکو کې د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره وکتل اوڅرګنده یې کړه چې دواړه هېوادونه باید د نړیوال تروریزم پر ضد دمبارزې لپاره ګډې هڅې وکړي.

د پوتین په وینا ، روسیه او اسراییل د افراطي ډلو پر ضد دمبارزې زیاته تجربه لري او د تروریزم پرضد په جنګ کې له قید او شرطه پرته متحدان دي.

د اسراییل صدراعظم هم ټینګار کړی چې روسیه او اسراییل له ګډو خطرونو سره مخامخ دي.