افغان حکومت نن د ترکې ۷۷ په نوم یوه شرکت سره د کجکي د برښنا بند انکشافي تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وویل چې د کجکي بند انکشافي پړاو به درې کاله وخت ونیسي او په بشپړېدو سره به یاد بند د سیمې په کچه په یوه ستر بند بدل شي.
ښاغلي عثماني زیاته کړه د کجکي د دریم توربین کار په دې وروستیو کې پیل شوی او هیله یې وښودله چې د روان میلادي کال تراکتوبر پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د هلمند کجکي د برښنا بند د بنسټه ډبره په ۱۳۳۲ کال کې د سیلابونو د کنترول، د ځمکو د اوبولو او برښنا د تولید لپاره کېښودل شوه.