د افغانستان د پوهنې وزیر وايي چې د روان کال د اسد میاشتې تر اخره به د ښوونځیو، ښوونکو او زده کوونکو دقیق ارقام له ملت سره شریک کړي.
اسدالله حنیف بلخي نن په کابل کې د یوې غونډې په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل، د یوه پروګرام له لارې یې هڅې پيل کړې څو په ټولو ولایتونو کې د خیالي زده کوونکو، ښوونکو او ښوونځیو د دقیق ارقام په اړه کره معلومات راټول کړي.
ښاغلي بلخي زیاته کړه چې دا پروګرام له تېرو درې اونیو راپه دې خوا پيل شوی او ډېر ژر به نهايي شي.
دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح کیږي چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې په افغانستان کې لسګونه خیالي ښوونځي او سلګونه زده کوونکي موجود دي.