مینه پال: د سولې هڅې باید له حکومت سره په همغږۍ تر سره شي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې په هېواد کې د سولې هره هڅه باید له افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره شي.

د افغان ولسشمر مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن ازادي راډيو ته وویل چې له وسله والو مخالفانو سره د سولې هر ډول شخصي تماس به د افغانستان د سولې بهیر ټکنی کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه مطرح کېږي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې چمتو دی چې له سیاسي لارې د افغان حکومت او سله والو طالبانو ترمنځ د سولې په بهیر کې رول ولري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د افغانستان د سولې په اړه څلور اړخیزې ناستې هم ناکامې شوې دي.