ولسمشراوباما راتلونکې میاشت پولنډ او هسپانیا ته ځي

سپینې ماڼۍ اعلان کړې چې ولسمشربارک اوباما راتلونکې میاشت په یو درې ورځني سفر پولنډ او هسپانیا ته ځي.

امکان لري چې دا به اروپا ته د امریکا د ولسمشرپه توګه د اوباما وروستی سفر وي.

ولسمشربارک اوباما د جولای په اومه نېټه د ناټو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره وارسا ته ځي او له هغې وروسته به هسپانیا ته ولاړ شي.

سپینې ماڼې ویلي، دا د ناټو د مشرانو سره د ولسمشر بارک اوباما پنځمه او وروستۍ غونډه ده.