روسیه وايي په سوریه کې د روژې د لومړې ورځې برید دوی نه کړی

د روسیې د دفاع وزارت وايي، هغه هوايي برید چې د سوریې په ختیځ کې یې په یو بازار کې لږترلږه ۱۷ ملکیان ووژل روسي الوتکو نه دی کړی.

د راپورونو له مخې دا برید چې د روژې د میاشتې په لومړۍ ورځ شوی دی په قربانیانو کې اته ماشومان هم شامل دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې مرکز یې په لندن کې دی وايي، ګومان کیږي چې د دیرالزور په ولایت کې به دا هوايي برید د روسي او یا هم د بشارالاسد د رژیم الوتکو ترسره کړی وي.

خو د روسیې د دفاع وزارت ویاند تورن جنرال ایګور د انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي، روسي الوتکو پرون په دې سیمه کې کوم پوځي ماموریت نه دی ترسره کړی.