افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا د NPR راډيو د خبريال او د هغه د ترجمان وژل په سختو ټکو وغندل.
د ارګ لخوا نن په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې په ملکي کسانو حملې له ټولو اسلامي ارزښتونو او نړیوالو قوانینو خلاف دي او په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دي.
جمهور رئیس غني همدارنګه ټينګار کړی چې د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې به د قانون حاکمیت، اسلامي او ډیموکراټیکو ارزښتونو د خوندیتوب لپاره به ټولې هڅې وکړې.
ډېوېډ ګيلکي چې ايوارډ ګټلى عکاس او ويډيو ايډيټر دى، له خپل ترجمان ذبيح الله تمنا سره پرون هغه وخت ووژل شو چې د هلمند ولايت مارجې ولسوالۍ ته نږدې د ملي اردو پر هغې قطعې چې دوى ورسره سفر کاوه، حمله وشوه.
له ٢٠٠١میلادي کال راهيسې په افغانستان کې ۲۶ خبريالان وژل شوي دي.