ټاکل شوې چې په کابل کې د روژې جام د پهلوانۍ سیالۍ پیل شي.
د افغانستان د پهلوانۍ فدراسیون مرستیال عبدالله عزیزي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې له شپږو لوبډلو څخه ۱۵۰ تنه لوبغاړي ګډون کوي.
ښاغلي عزیزي وویل، د دغو سیالیو هدف د لوبغاړو ترمنځ د تجربو ترلاسه کول او هم د ځوانانو لپاره د نویو مقرراتو زده کول دي.
ښاغلي عزیزي وویل چې دغه سیالۍ د روژې په میاشت کې پیلیږي.