دفاع وزارت: هیڅ ډله به بریالۍ نشي چې بایومټریک ته لاسرسۍ پیدا کړي

د افغانستان دفاع وزارت یو ځلي بیا هغه اوازې رد کړې چې ګنې وسله وال مخالفان به بایومټریک سیسټم ته لاسرسۍ پیدا کړي وي.

د دغه وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه سیسټم د حرفه یې او د اعتماد وړ متخصیصینو له خوا استفاده کیږي او په بشپړ ډول خوندي دی.

دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې هیڅ ډله به په دې بریالۍ نه شي چې دغه دستګاه ته لاسرسۍ پیدا کړي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې وسله والو طالبانو د تیرې شنبې په ورځ ادعا وکړه چې دوې بایومېټریک سیسټم ته لاسرسۍ پیدا کړي او له همدې لارې یې یو شمېر افغان پوځيان پیژندلي دي.

له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت هم بایومیټریک سیسټم ته د طالبانو لاس رسۍ په کلکه رد کړی دی.