ولسمشر غني د هلمند د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره دغه ولایت ته تللی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن هلمند ولایت ته تللی څو هلته امنیتي وضعیت له نږدې وګوري.

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وایي چې ولسمشر په شورابک کې ۲۱۵ میوند قل اردو ته رسېدلی او په هماغه سیمه کې ورته د هلمند مسئولین او استازي را غونډ شوي دي.

له ولسمشر سره په دې سفر کې د کابینې یو شمېر غړي او په ملي شورا کې د هلمند استازي ملګرتیا کوي.

ولسمشر په داسې حال کې هلمند ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د هلمند په یو شمېر سیمو کې ناامنۍ زیاتې شوي او حتی تېره اوونۍ د هلمند د ولایتي شورا مشر د لښکرګاه د احتمالي سقوط خبرداری ورکړ.

په دې اړه ډېر جزئیات له هلمند څخه د ازادي راډیو خبریال الیاس داعی په راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

هلمند ولایت ته د ولسمشر غنی د سفر په اړه د الیاس داعی راپور: