د عراق دولتي ځواکونو فلوجې ښار ته نژدې د داعش ډلې پرضد د عملیاتو په ترڅ کې په یوه ډله ییز قبر کې د شاوخوا څلور سوه انسانانو مړي موندلي دي.
خبري اژانسونو د امنیتي سرچینو له قوله چې نومونه یې نه دي یاد شوي راپور ورکړی چې دا ډله ییز قبر د فلوجې په شمال لویدیځ کې په سقلویه Saqlawiya نومي ښار کې موندل شوی دی.
یو امنیتي مقام د خپل نوم نه ښودلو په شرط د جرمني خبري آژانس ته ویلي دي چې په دې قبر کې موندل شوي ډیری هغه پوځیان دي چې داعشیانو له نیولو وروسته وژلي دي.
فرانسپرس خبري آژانس د انبار ولایت د پولیسو د یوه مقام له قوله لیکي چې نوموړی وايي، دا ډله ییز قبر یې د سقلویه په شهدا نومې سیمه کې د ماین پاکولو د عملیاتو پر مهال موندلی دی.
د پولیسو یو مقام فرانسپرس ته ویلي چې د دې ډله ییز قبر په څلور سوه مړیو کې پر پوځیانو سربیره یوشمیر ملکیان هم شامل دي. د انبار ولایت د ولایتي شورا یوه غړي هم دا خبر تایید کړی دی.