فیصل: د عدلي او قضايي چارواکو د امنیت ټینګښت ته جدي تدابیر نیول شوي

افغان حکومت وايي، د هېواد د عدلي او قضايي چارواکو د امنیت د ټینګښت لپاره یې جدي تدابیر نیولي دي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند وايي، د عدلي او قضایي چارواکو امنیت د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.

جاید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې که څه هم وسله وال طالبان افغانانو ته ګواښونه کوي خو حکومت به د عدالت لپاره خپل کار ته دوام ورکړي.

وسله والو طالبانو پرون د لوګر ولایت د استیناف پر څارنوالي برید وکړ او د دې ادارې ۷ کارکوونکي یې ووژل. د چارواکو په وینا ۳ تنه بریدکوونکي هم د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

وسله والو طالبانو د دې حملې مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې په دې برید کې یې یو زیات شمیر قاضیان او څارنوالان وژلي دي.

په کابل کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما دا حمله غندلې.