په کابل کې د"کپو " دوه ورځنۍ کنفرانس پای ته ورسېد

د افغانستان د سولې او پیوستون لپاره د همکارۍ موسسې "کپو CPAU " دوه ورځنۍ کنفرانس نن پای ته ورسېد.

د دې موسسې رئیس ادریس زمان نن د کنفرانس په پای کې رسنیو ته وویل چې د دې او تېرو نورو ۴۸ کنفرانسونونو نظریات به له افراطیت سره د مبارزې د یوې نوې ملي ستراتیژۍ په جوړولو کې کار واخېستل شي.

ښاغلي زمان زیاته کړه:

"د دغه کنفرانس هدف دا و چې د علماوو، خلکو او مدني ټولنو نظریات د تاوتریخوالي ډکې سخت دریځۍ سره د مقابلې لپاره واخېستل شي، د دې ترڅنګ موږ کار کوو ترڅو د افراطیت سره د مبارزې یوه ملي ستراتیژي جوړه کړو ."

په دې کنفرانس کې چې له تاوتریخوالي ډکې سخت دریځۍ سره د مقابلې، زده کړې او تګ لارې په لارو چارو خبرې وشوي په کې دیني عالمانو، قومي مخورو، د پوهنتون استاداتو، د ولسي جرګې غړو، مدني فعالانو او ښځو برخه اخیستې وه.