احدي: حکومت د امنیتي او سیاسي بحرانونو د مدیریت توان نه لري

د افغانستان ملي جبهه او یا د حکومت اپوزسیون انتقاد کوي چې د ملي یووالي حکومت په هېواد کې د امنیتي او سیاسي بحرانو د مدیرت توان نه لري.

د دغه جبهې مشر انوارالحق احدي نن په کابل کې له ټولو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو څخه وغوښتل چې نور د حکومت د ستراتیژیک سکوت په اړه چُپ پاتې نه شي که نه وضعیت به لاپسې خراب شي.

اخوا د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي دا نه مني چې ګواګې افغانستان له امنیتي او سیاسي بحرانونو سره مخ دی او سپارښتنه یې دا ده چې سیاسي اپوزیسون باید د غیرې منصفانه انتقاد پرځای د اصلاح لپاره خپلې مشخصې طرحې له حکومت سره شریکې کړي.