د نړۍ تر ټولو لویې د سیلانیانو کښتۍ خپل لومړنی ازمایښتي سفر بشپړ کړ او د هسپانیا د بارسیلونا بندر ته ورسېده.
د سمندرونو د هارموني په نوم دغه کښتۍ چې یو میلیارډ ډالر پرې لګول شوي، د مۍ په ۲۹ د انګلېنډ له سوټ هامټن څخه خپل لومړنی سفر پیل کړی و چې نن بارسیلونا ته ورسېده.
دغه کښتۍ چې فرانسې جوړه کړې، ۱۶ پوړونه لري او د پاریس د ایفل له برجه هم لوړه ده.
د دغې کښتۍ اوږدوالی ۳۶۲ متره دی او ۶۳۶۰ مسافر په کې سپاره دي. دوه نیم زره د خوب کوټې او ۲۳ د لامبو وهلو حوزونه لري.
په امریکا کې میشته د کارابین سیلاني شاهي کمپنۍ د دغې کښتۍ مالکه ده.