د بلخ ولایت په صعنتي پارک کې د جرمني په مالي مرسته د غالۍ اوبدلو د یوې کارخانې د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس شیراحمد سپاهي زاده نن یکشنبې ازادي راډیو ته وویل چې دغه کارخانه پر۲۰۰۰ متر مربع ځمکه باندې د دوه لکه یورو په ارزښت جوړیږي.
سپاهي زاده وویل چې په دغې کارخانه کې شاوخوا دوه نیم سوه ښځو ته د کار زمینه برابریږي.
په بلخ ولایت کې د غالۍ اوبدلو د کارخانې جوړول ۶ میاشتې وخت نیسي.