د لوګر د استیناف محکمې ریس د مخالفینو په حمله کې وژل شوی

د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي دا مني چې د نوموړي ولایت د استیناف محکمې ریس محمد اکرم نجات او د دغې محکمې ۶ تنه کارکوونکي د وسله والو مخالفینو په حمله کې وژل شوي دي.

د لوګر والي ویاند سلیم صالح ازادي راډیو ته وویل چې محمد اکرم نجات تر حملې حو شېبې مخکې د لوګر ولایت د استیناف محکمې د ریس په توګه معرفي شوی و.

د ښاغلي صالح په وینا په دغه پېښه کې د استیناف محکمې کارکوونکي او نور ټول ۲۳ کسان ټپيان شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي چې دغه حمله د دوو کسانو له خوا شوې وه چې دواړه د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

تردې مخکې د لوګر والي محمد حلیم فدايي دا منلې وه چې حمله کوونکي په پوځي یونیفورم کې وو.

وسله والو طالبانو د حملې مسوولیت منلی دی.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دغه حمله کې زیات شمېر قاضیان او څارنوال وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې چې څو ورځې مخکې د غزني پر استناف محکمې د وسله والو په حمله کې د دوو مېرمنو او یو پولیس په ګډون پنځه تنه وژل شوي وو.