روسیې د امریکا متحدو ایالتونو ته خبرداری ورکړ چې د شمالي کوریا د اټمي پروګرام په پلمه دې په سیمه کې د امریکا د هوایي مدافعې ضد توغندیو د نصبولو د پلان په ګډون د پوځي او سیاسي تعادل د بدلون هڅه نه کوي.
د روسیې د دفاع مرستیال وزیر اناتولي انتونوف نن په سینګاپور کې په امنیتي کنفرانس کې وویل، دا ډېره خطرناکه ده چې یو هېواد د نورو په لګښت خپل امنیت تامین کړي.
انتونوف وویل، روسیه په اصولو کې د هوایي مدافعې د سیستم ضد نه ده خو هغه پر متحده ایالاتو انتقاد وکړ چې د دغې مسئلې پر سر خبرې نه ترسره کوي.
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال د اسیا پاسفیک په سیمه کې په عمومي امنیتي میکانیزم انتقاد وکړ او زیاته کړه، په سیمه کې اوسنی امنیتي میکانیزم تر ډېره پر پوځي ایتلافونو ولاړ دی چی هغه نه شي کولای د باور او دوه اړخیز تفاهم د فضا له رامنځ ته کیدو سره مرسته وکړي.