د لوګر پل علم کې پر محکمې حمله پای ته ورسېده

د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې افغان ځواکونه د لوګر د محکمې ودانۍ ته ننوتي او اوس مهال جګړه پای ته رسیدلې ده.

د لوګر والي ویاند سلیم صالح ازادي راډیو ته وویل چې دوه کسه حمله کوونکي وژل شوي دي.

ښاغلي صالح زیاته کړه:

"وروستي جزیات د اوس لپاره دا دي چې جنګ ختم شوی دی، زموږ ځواکونه محکمې ته ننوتي، تصفیه روانه ده او دوه کسه وسله وال وژل شوي دي."

د دولت یو شمېر وسله والو مخالفینو نن غرمه مهال په پل علم کې د لوګر ولایت په محکمه حمله کړې ده.

تر دې مخکې د لوګر والي محمد حلیم فدايي ازادي راډیو ته ویلي و چې د لومړنیو معلوماتو له مخې حمله کوونکي درې کسه و چې دوه تنه یې وژل شوي او یو تن لا هم مقاومت کوي.

ښاغلي فدايي ازادي راډیو سره به خبرو کې دا منلې چې دغه کسان په پوځي یونیفورم کې یادې ودانۍ ته دننه شوي دي.

تر اوسه د دغې حملې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي او مسوولیت یې هم چا په ځان نه دی منلی.

دا په داسې حال کې چې څو ورځې مخکې د غزني پر استناف محکمې د وسله والو په حمله کې د دوو مېرمنو او یو پولیس په ګډون پنځه تنه وژل شوي وو.

پخواني:

د دولت یو شمېر وسله والو مخالفینو شېبه مخکې په پل علم کې د لوګر ولایت په محکمه حمله کړې ده.

د لوګر والي محمد حلیم فدايي ازادي راډیو ته ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې حمله کوونکي درې کسه وو چې دوه تنه یې وژل شوي او یو تن لاهم مقاومت کوي.

ښاغلي فدايي دا منلې چې دغه کسان په پوځي یونیفورم کې یادې ودانۍ ته دننه شوي دي.

تر اوسه د دغې حملې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي او مسوولیت یې هم تراوسه چا په ځان نه دی منلی.

دا په داسې حال کې چې څو ورځې مخکې د غزني پر استناف محکمې د وسله والو په حمله کې د دوو مېرمنو او یو پولیس په ګډون پنځه تنه وژل شوي وو.