د کونړ په غازي اباد کې له وسله والو طالبانو سره جګړه روانه ده

د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

د کونړ ولایت امنیه قومندان حبیب الله سید خیل ازادي راډیو ته ویلي چې په دغه نښته کې تر اوسه دوه ملکیان ټپیان شوي دي.

ښاغلي سید خیل د جګړې ښکیلو خواووته د اوښتو تلفاتو په اړه څه خبره نه ده کړې او نه هم وسلوالو طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.
کونړ د افغانستان هغه ولایت دی چې وخت ناوخته ورڅخه د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو د نښتو خبرونه خپرېږي.