د یوې پخوانۍ موضوع څخه د ترکيې پر ضد پلمې

د ترکيې ولسمشر وايي، د ترکانو د عثماني امپراتورۍ له خوا د ارمنانو وژنې ته د قتل عام نوم ورکول د یوې پیړۍ پخوانۍ موضوع څخه د ترکيې پر ضد د یوې پلمې په توګه کار اخیستل دي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د جرمني پارلمان تېره اوونۍ هغه پریکړه لیک تصویب کړ چې په کې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د عثماني امپرراتوۍ له خوا د شاوخوا یو نیم میلیون ارمنانو وژنه د شلمې پیړۍ لومړنی قتل عام بلل شوی دی.

رجب طیب ارودغان تېره ورځ په دې اړه اروپايي ټولنې ته خبرداری ورکړ:

"زه غواړم جرمني او اروپا ته خپل پیغام تکرار کړم. یا به د خپلو ستونزو د حل لپاره عادلانه لار پیدا کوو او یا به ترکیه نوره اروپايي ټولنې ته د ورپیښو ستونزو پر وړاندې د مانع په توګه نه دریږي. موږ به تاسو خپلو اندیښنو ته پریږدو."

ترکیه د عثماني امپراتورۍ له خوا د ارمنانو د قتل خبره نه مني او ټینګار کوي چې وژل شوي ارمنان د هغې مهال د کورنۍ جګړې قرباني شوي دي.