د عراق یوه شیعه ملېشه ډله چې ایران یې ملاتړ کوي وايي، یوازې هغه وخت به په فلوجې ښار کې د اسلامي دولت پر سخت دریځې ډلې برید وکړي چې ملکي خلک له دغه ښاره ووځي.
د ولسي رضاکارو په نوم د شیعه ملېشو تر ټولو د لویې ډلې مشر هادي الامیري وویل:
"موږ به تر هغو فلوجې ته داخل نه شو چې کورنۍ هلته وي."
امیري دا خبره پرون شنبې له فلوجې دباندې خبریالانو ته وکړه.
امیري تېره اوونۍ ویلي و چې د فلوجې ښار په محاصره کولو کې به برخه واخلي خو پر ښار د حملې کار به یوازې پوځ ته پرېږدي.
دا ښار د عراق د پلازمېنې بغداد د لوېدیځ په ۵۰ کیلومترۍ کې دی.
فلوجه په عراق کې لومړنی ښار و چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په جنورۍ کې د اسلامي دولت د سخت دریځې ډلې لاس ته ورغی.