د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې په کوټ ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۹ داعش وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات تېره ورځ دکوټ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې پيل شوي چې لا هم روان دي.
تراوسه داعش جنګیالیو په دې اړه څه نه دي ویلي.
کوټ د ننګرهار له هغو ولسوالیو څخه یوه ده چې له وسله والو طالبانو سربېره داعش جنګیالي هم په کې فعال دي.