ستره محکمه : د قاضیانو په ګډون۶۰ تنه د فساد په تور نیول شوي

د افغانستان ستره محکمه وايي چې د قاضیانو او محررانو په ګډون یې۶۰ تنه د فساد په تور نیولي دي.

د دغې ادارې د قضايي تعلیماتو رئیس عبدالله عطايي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له نیول شویو کسانو څخه د امهال پلټنې روانې دي:

"له بده مرغه د سترې محکمې یو شمېر قاضیان، محرران، کارکوونکي او ځینې هغه کسان چې د سترې محکمې له نوم نه یې ګټه اخیستله اود کمېشن کار په توګه یې کار کاو نیول شوي او قضیي تر څېړنې لاندې دي."

هغه زیاته کړه چې په نیول شویو کسانو کې ۶ قاضیان، ۱۱ محرران او کارکوونکي او ۴۳ نور هغه کسان دي چې د کمېشن کاري په تور نیول شوي دي.

د افغانستان د سترې محکمې چارواکي وايي د ولسمشر له سپارښتنو وروسته په دغه اداره کې د فساد سره د مبارزې لپاره هڅې دوه برابره شوې دي.