راپورونه وايي په چين کې د محصلانو په مشرۍ د ډيموکراسۍ پلوه اعتراضونو د سختو ځپلو د اووه ويشتمې کاليزې په درشل کې د پلازمېنې پيکنګ د تيان ان مين ميدان په شا و خوا کې امنيتي تدابير شديد شوي دي.
د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، پوليس د ټولو هغو کسانو پېژندپاڼې ګوري او بکسونه تلاشي کوي چې د پيکينګ د مرکز دغه عمومي ميدان ته داخلېږي.
په نولس سوه نهه اتيايم ١٩٨٩میلادي کال په زرګونو محصلانو، کارګرانو او عوامو د سياسي اصلاحاتو لپاره اعتراضونه وکړل.
په سلګونو کسان هغه وخت ووژل شول چې ټانکونو او پوځيانو د هغه کال د جون مياشتې د درېيمې او څلورمې نېټې ترمنځ شپه مهال پر پيکنګ يرغل وروړ.
په چين کې پر سياسي اصلاحاتو اعتراضونه منع دي، د خلکو هر ډول غونډه، هغه که عامه وي يا هم خصوصي منع اعلان شوي دي.
هغه کسان چې اووه ويشت کاله مخکې يې په هغو اعتراضونو کې د کورنۍ غړي وژل شوي، تر سختو محدوديتونو لاندې دي، يا په کور کې ايسار کړل شوي، يا هم دېته اړ ايستل شوي چې له پلازمېنې ووځي.