د هند صدر اعظم نریندرا مودي هرات ته رسېدلی

د هند صدر اعظم نریندرا مودي هرات ته رسېدلی او له افغان چارواکو سره په خبرو بوخت دی.

مودي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د هرات تاریخي ولایت ته رسېدلی، د سلما بند به پرانیزي او له ولسمشر محمد اشرف غني سره به ملاقات وکړي.

له سیمې څخه د ملي ټلویزیون ژوندۍ خپرونې ښيي چې د سلما بند پرانستو ته مراسم نیول شوي او ټاکل شوې تر څو شیبو پورې دغه بند رسماً پرانستل شي.

دا بند د هند په ۲۷۰ ملیونه ډالر مرسته ورغول شو، د ۴۲ میګا واټه بریښنا د تولید توان لري او ۷۵ زره هکټارځمکه هم اوبولائ شي.

دا بند د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې پر هريرود سیند جوړ شوی دی.