د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ويلي چې تېر کال په نړۍ کې د تروريستي حملو شمېر کم شوی.
خو د همدې راپور له مخې، افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې په ۲۰۱۵میلادي کال کې په کې تروريستي حملې او تلفات زيات شوي وو.
په افغانستان کې له دغو حملو څخه يو شمېر په پاکستان کې د تروريستانو د خوندي ځایونو څخه پلان شوي وې.
راپور وايي، پاکستان د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې د پام وړ اقدامات نه دي کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ويلي چې په ټوله نړۍ کې د تروريستي حملو شمېر کم شوی.
خو د راپور له مخې افغانستان په ځانګړې توګه د پلان شويو او لويو حملو شاهد وو چې د افغان طالبانو، حقاني شبکې او نورو تروريستي ډلو له خوا شوي.
افغانستان د پلان شويو او لويو حملو شاهد وو
راپور زياتوي چې له دغو حملو څخه يو شمېر په پاکستان کې د تروريستانو د خوندي ځایونو څخه پلان شوي وې.
راپور وايي، پاکستان د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې د پام وړ اقدامات نه دي کړي او نه يې هم په افغانستان کې د امريکا ګټو ته د دغو تروريستانو د خطر کمولو هڅې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ژمنه کړې وه چې يادې شوي دواړې سخت دريځې ډلې به د سولې مذاکراتو ته کېنوي.
د راپور له مخې، همداراز پاکستان د نورو تروريستي ډلو لکه لشکر طيبه او جېش محمد پر وړاندې هم کوم د پام وړ اقدامات نه دي کړي چې په دوامداره توګه په پاکستان کې فعاليت کوي، غړي يې هلته روزل کېږي او مالي مرستې ټولوي.
په امريکا کې د ويلسن څېړونيز مرکز څېړونکی مايکل کوګلمن له آزادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې امريکا څو ځلې له پاکستانه غوښتي وو چې په خپله خاوره کې د سخت دريځو پر وړاندي عملیات وکړي او يا هغوی د سولې مذاکراتو ته حاضر کړي خو پاکستان دا غوښتنې پر ځای نه کړې او امريکا اړه شوه چې د طالبانو پر مشر ملا اختر محمد منصور حمله وکړي:
امريکا اړه شوه چې پر ملا اختر محمد منصور حمله وکړي
"زما په فکر د افغان طالبانو او پاکستان خپلمنځي اړیکې د تغير په حال کې دي، له څو کلونو راهيسي پاکستان پر طالبانو خپل اغېز لرلی او دا ځکه چې طالبانو په دغه هېواد کې خوندي پټنځایونه کارولي په ځانګړې توګه په قبايلي سیمو او بلوچستان کې،خو زما په فکر په بلوچستان کې پر ملا منصور حمله به د طالبانو شورا ته وښيي چې په پاکستان کې د دې ډلې پټنځايونه د پخوا په شان خوندي نه دي."
راپور وايي چې په ۲۰۱۵میلادي کال کې افغان امنيتي ځواکونو د افغانستان د امنيت بشپړه مسئوليت واخيست او په هېواد کې يې پر اکثره ولسواليو خپل کنټرول وساته.
د افغانستان امنيتي ځواکونو او ايتلافي ځواکونو په ټول هېواد کې د سخت دريځو پر وړاندي عمليات وکړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه راپور له مخې، نړيوالو، افغان او پاکستاني ځواکونه په دوامداره توګه په سيمه کې د القاعده له حضور سره مخامخ شوي.
راپور د القاعده پر وړاندي د پاکستان د مثبت رول يادونه کوي او وايي چې په شمالي وزيرستان کې د القاعده پر وړاندي د پاکستان د پوځ عملياتو دغې ډلې ته ضربه رسولې او د فشار له لاسه د دغه ډلې مشرتابه له خپل خوندي ځايه په جنوبي اسيا کې له خپلو څانګو سره په اړیکو جاري ساتلو کې پاته راغلی.
په ۲۰۱۵میلادي کال کې اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش په افغانستان او پاکستان کې د خراسان اسلامي دولت په نامه په رسمي توګه د خپلې څانګې حضور اعلان وکړ.
د کال په اوږدو کې داعش په ننګرهار ولایت کې لږ څه ځای وموند خو د افغان حکومت او ايتلافي ځواکونو له خوا وځپل شول او د سیمې په خلکو کې يې ملاتړ نه درلود.
راپور زياتوي چې افغان حکومت د تروريزم د مخنیوي يوه ملي ستراتيژي نه لري خو اوس يې ورباندي کار پيل کړی دی.
د دغه راپور له مخې د ۲۰۱۴میلادي کال په پرتله په ۲۰۱۵میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې د تروريستي حملو شمېر ديارلس فيصده کم شو.
دغه راپور وايي چې په ټوله نړۍ کې د تروريستي حملو د تلفاتو شمېر هم څوارلس فيصده کم شوی او په ځانګړې توګه يې دليل دا دی چې په پاکستان، نايجريا او عراق کې د حملو شمېر کم شوی.
دا له ۲۰۱۲میلادي کال راهيسي په نړۍ کې د تلفاتو او ټولو حملو په شمېر کې کموالی ښيي.
په همدې حال کې په ۲۰۱۵میلادي کال کې په يو شمېر هېوادونو کې حملې او د تلفاتو شمېر زيات شوی.
په دغو هېوادونو کې د افغانستان په ګډون د بنګله دېش، مصر، سوريې او ترکيې نومونه راغلي.
که څه هم په ۲۰۱۵میلادي کال کې په ۹۲ هېوادونو کې تروريستي حملې شوي خو ډېري حملې په ځينو ځانګړو هېوادونو کې شوي.
راپور وايي چې تر ۵۵ فيصده زیاتې تروريستي حملې په پنځو هېوادونو کې شوي.
۵۵ سلنه حملې په ۵ هېوادنو کې شوي
له دغو هېوادونو څخه د عراق، افغانستان، پاکستان، هندوستان او نايجريا نومونه اخيستل شوي.