ایران له امریکا او بریتانیا سره د همکارۍ هیڅ اراده نه لري

د ایران مذهبي مشر وايي تهران هیڅ اراده نه لري چې د سیمه ییزو مسلو په اړه له امریکا او د هغه په خبره شریرې برتانيې سره همکاري وکړي.

ایت الله علي خامني نن په خپله وینا کې چې دولتي تلویزون خپره کړه واشنګټن تورن کړ چې د تهران او نړیوالو قوتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقې ته ژمن نه دی.

خامني وویل دا دواړه هېوادونه د بشري حقونو او تروریزم په پلمه د دې موافقې له عملي کولو ځان باسي.

د ایران او نړیوالو قوتونو ترمنځ د اټمي موافقې له مخې د روان جال په جنوري میاشت کې پر ایران د نړیوالو بندیزونو لرې کېدل پیل شول او په بدل کې ایران خپل حساس اټمي فعالیتونه ودرول.