فرانسه هڅه کوي د اسرائیل او فلسطین د سولې پروسه بیا پيل کړي

فرانسه نن د لویو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو یوه غونډه جوړوي او هڅه کوي چې د فلسطینیانو او اسرایل ترمنځ سوله بېرته په نړیواله اجنډا کې شامله کړي.

په داسې حال کې چې د اسریلو له خوا په اشغال شوي سیمو کې د یو فلسطیني دولت د جوړولو د موافقې لپاره د امریکا هڅې له دوو کلونو راهیسې ځنډیدلې او واشنګټن دا مهال د ولسمشرۍ پر راتلونکو انتخاباتو ډیر تمرکز لري، فرانسه هڅه کوي چې د مهم لوبغاړې په توګه دا په ټپه درېدلی پروسه بیا پیل کړي.

وروسته له هغې چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په اپریل میاشت کې د خبرو وروسته پړاو بریالی نه شو، "د دوو خوا په خوا دولتونو د حل لارې" لپاره کوم پرمختګ نه دی شوی.

د فرانسې یو لوړ رتبه ډیپلوماټ رویټرز خبري اژانس ته ویلي "موږ پوهیږو چې موږ نه شو کولی اسرایل او فلسطینیان دې سمدستي سولې ته راولو، خو موږ هڅه کوو هغه سم شرایط رامنځ ته کړو چې دواړه لورې د خبرو مېز ته راشي."

په پاریس کې د وزیرانو په دې غونډه کې د منځني ختیځ د څلور اړخیزې ډلې استازي شامل دي.

د امریکا متحده ایالات، روسیه، اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه د دې ډلې غړي دي.

پر دې سربېره د عرب لیک، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د شل نورو هېوادونو استازي هم دې غونډې ته وربلل شوي.

خپله له اسرایل او فلسطینیانو څخه څوک دې غونډې ته نه دي وربلل شوي.

اسرایل بیا د فرانسې د دې نوښت مخالف دي او د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو غوښتونکي دي.