جرمني او فرانسه کې د سختو بارانونو اټکل شوی

په جرمنې او فرانسې کې د نورو سختو بارانونو د وریدو اټکل شوی دی، دا دواړه هېوادونه لا دمخه د سختو بارانونو له کبله سیلابونو ځپلي دي.

په دې سیلابونوکې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي او زرګونه نور یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي.

په پاریس کې د سین په نوم د سیند اوبه پورته شوې چې د لور "Louvre" موزیم کارکونکې یې اړ کړي څو ترمځکې لاندې زېرمه شوي هنري اثار نورو ځایونو ته انتقال کړي.

په پاریس کې په زرګونه خلک له کورونو ایستل شوي دي او تقریباً د پنځه ویشت زرو کورونو برېښنا پرې شوې ده.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ د ډېرو زپل شویو سیمو لپاره اضطراري وضیعت اعلان کړی دی.

د جرمني په جنوب کې اټکل کېږي چې په بایرن او راینلاند- فالتز کې به د اوبو سطحه پورته شي، دا سیمه لا د مخه سختو سیلابونو زپلې ده.

د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل د هغو کسانو په اړه خواشیني ښودلې ده چې په دې سیلابونو کې مړه شوې دي.