م.م د سعودي په مشرۍ سیمه ییز ایتلاف تور لست کې شامل کړ

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان په مشرۍ سیمه ائیز ائتلاف په هوايي بریدونو کې د سلګونو ماشومانو د وژلو له امله په تور لست کې شامل کړ.

دا ائتلاف په یمن کې د حوثي شیعه یاغیانو پر ضد د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي.

ملګرو ملتونو دغه راز حوثي یاغیان هم د جګړې پر مهال د ماشومانو حقونو ته د نه پام لرنې له امله په تور لست کې شامل کړي دي.

دغو شیعه وسله والو په ۲۰۱۴ کال کې د یمن پایتخت صنعا ونیو.

د ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونکو په اړه د ملګرو ملتونو اعلامیه وايي په یمن کې د ۷۸۵ وژل شوو ماشومانو له ډلې څخه شپیته په سلو کې يې د سعودي په مشرۍ ائتلاف په بمبارۍ کې وژل شوي دي.

دې ائتلاف په ۲۰۱۵ کال کې له صنعا څخه د حوثي یاغیانو د ویستلو لپاره هوايي عملیات پیل کړل خو دا وسله وال ډله اوس هم د یمن پر پایتخت او ددې هېواد په یو شمېر سیمو کنټرول لري.