سلما برېښنا بند سبا پرانیستل کېږي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدر اعظم نریندرا مودي به سبا د "افغان-هند د دوستۍبند - سلما" پرانیزي.

دا بند په ۲۷۰ میلیون ډالر ورغول شو، د ۴۲ میګا واټ برق د تولید توان لري او لږترلږه ۷۵ زره هکټارځمکه هم اوبولائ شي.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي، دواړه مشران به د دې سترې پروژې د پرانیستلو ترڅنګ له افغانستان سره د هند د ملکي او پوځي مرستو پر دوام خبرې وکړي.

نریندرا مودي تېر کال د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ پرانیستله او افغانانو ته یې د هند د خلکو د سوغات په توګه ډالۍ کړه.