فیصل: د وارسا او بروکسل نړیوالو کنفرانسونو لپاره چمتووالی روان دی

د افغان حکومت اجراییه ریاست وايي چې د وارسا او بروکسل نړیوالو کنفرانسونو لپاره چمتووالی روان دی.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن د حکومت د ویاندویانو په ګډه غونډه کې وویل چې دا چمتووالی ډیری له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د تازه کولو په خاطر نیول کیږي.

ښاغلي فیصل د چمتووالي یوه بېلګه له اداري فساد سره مبارزه یاده کړه او ویې ویل چې افغان حکومت په دې اړه جدي اقدامات کړي چې یوه یې هم د لوړ پوړو چارواکو د شتمنیو ثبتول دي.

تمه ده د وارسا نړیواله غونډه راتلونکې میاشت او د بروکسل غونډه په اکتوبرمیاشت کې وشي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د جلب لپاره ډېرې مهمې بلل شوي دي.