د هلمند د امنیت امر او یو ساتونکی یې په یوه چاودنه کې ټپیان شوي

د هلمند د امنیت امر جیلاني خروټی او یو ساتونکی یې نن په یوه چاودنه کې ټپیان شوي او یو ساتونکی وژل شوی دی.

د هلمند امنیه قومندان آقانور کیټونزوی آزادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه نن شاوخوا یوولس بجې د ښاغلي خروټي په موټر د مارجې- لښکرګاه په سړک شوې ده.

اخوا د هلمند د ایمرجنسي روغتون یوه مسوول د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې ښاغلی خروټی له یوه بل پولیس سره روغتون ته ور وړل شوي خو د هغه پښه پرې ده او وضعیت یې د ډاډ وړ نه دی.