پسرلي: ۲۵ افغان سوداګر روسیې ته تللي دي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وايي، ۲۵ افغان سوداګر روسیې ته تللي دي څو په ګډو سوداګریزو فرصتونو خبرې وکړي.

د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې دغه افغان سوداګر به په یو څلور ورځني نندارتون کې د ګډون ترڅنګ د دغه هېواد د سوداګرۍ خونې له استازېو سره هم وګوري.

د ښاغلي پسرلي په خبره په دغه سفر کې به افغان سوداګر، افغان ځوانان وهڅوي چې دغه هېواد ته ولاړ شي او هلته تخصصي زده کړې وکړي.

د ښاغلي پسرلي د معلوماتو پر اساس د دې تر څنګ افغان به یو تړون هم له روسي چارواکو سره لاسلیک کړي.