دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ عملیاتونه شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ عملیاتونه کړي چې په کې ۹۹ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۶۰ تنه نور ټپيان دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن د حکومت د ویاندویانو په ګډه غونډه کې وویل چې په دې عملیاتو کې چې په شپاړلسو ولایتونو کې شوي درې یې د شپې له خوا شوي او ډیری یې کمنډو پوځیانو کړي دي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"زموږ د کمنډو پوځیانو له خوا ۱۸عملیاتونه په ولایتونو کې شوي. نهه نوي وسله وال مخالفین وژل شوي او شپیته نور یې ټپیان دي."

ښاغلي وزیري وویل چې په ټولو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پرضد عملیات روان دي او تر هغو به دوام کوي چې وسله وال مخالفین مات نه شي.

وسله والو طالبانو د ور اورښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.