د افغانستان د کلیو او پراختیا وزیر وایي، نا امنیو په ځینو ولایتونو کې د متوازنې ودې مخه نیولې ده.
نصیر احمد دراني د ازادي راډيو د حقیقت څه دی له پروګرام سره مرکه کې وویل چې د دې تر څنګ له مشخصو ولایتونو سره د ډونرانو مرستو هم دا ستونزه زیاته کړې ده.
نوموړی زیاتوي چې د روان مالي کال په ترڅ کې یې په افغانستان کې د ۱۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت څلور زره بېلابېلې پروژې پلي کړي دي.
له ښاغلي دراني سره د ازادی راډیو خبریالې نجیبې زمان مرکه کړې ده.
Your browser doesn’t support HTML5