جنرال جان نیکولسن به روانه اوونۍ خپل راپور واشنګټن ته واستوي

په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو جګپوړی قوماندان روانه اوونۍ خپل راپور واشنګټن ته واستوي.

په دې راپور کې ولسمشر بارک اوباما ته وړاندیزونه شوي دي چې څومره امریکایي پوځیان راتلونکی کال په افغانستان کې پاتې شي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یوه ویاند د امریکا په دفاع وزارت کې خبریالانو ته پرون وویل، جنرال جان نیکولسن په افغانستان کې د امنیتي ګواښ په اړه راپور چمتو کړ او اوس به دا راپور دفاع وزارت او د امریکا مرکزي قوماندانۍ ته واستول شي.

امریکا د اوس لپاره په افغانستان کې ۹۸۰۰ پوځیان لري او ولسمشر اوباما مخکې ویلي و چې دا شمېره به د ۲۰۱۶ کال تر اخره ۵۵۰۰ ته راښکته شي.

ولسمشر اوباما به ښایي اوس د امریکایي ځواکونو د قوماندان د ارزونې له مخې پریکړه وکړي چې څومره عسکر په افغانستان کې وساتي.