وسله والو د سومالیا په مرکز کې پر یوه هوټل حمله کړې

وسله والو د سومالیا په مرکز موګدیشو کې پر یوه هوټل برید وکړ چې د راپورونو له مخې د دوو وکیلانو په ګډون لږ تر لږه پنځلس تنه په کې وژل شوي دي.

پر امبسډر هوتل پرون لومړی د موټر بم حمله وشوه بیا ډزې وشوې.

په دې هوټل کې ډېر کله سیاستوال، حکومتي چارواکي او سوداګر شپې کوي.

الشباب وسله والې ډلې د برید مسوولیت منلی دی. الشباب په سومالیا کې د القاعده شبکې یوه څانګه ده.