روسیه د تېلو صادرونکو هېوادونو غونډه کې ګډون نه کوي

روسیه به د اوپیک یا د تېلو د صادرونکو هېوادونو په غونډه کې چې سبا په ویانا کې جوړېږي ګډون ونکړي.

د روسيې د انرژۍ وزیر الکسندر نوواک نن وویل هېواد يې د تېلو د تولید د کمولو په فکر کې نه دی ځکه د هغه په وینا دا اوس چې د تېلو تولیدات کم شوي نه دي د یو بېرل تېلو بیه پنځوس ډالرو ته رسېدلې ده.

څو اونۍ مخکې روسيې هڅه کوله چې د اوپیک له غړو هېوادونو سره د تېلو د بیې د ټیټیدو د مخنیوي لپاره د تولید پر بندولو موافقې ته ورسېږي.

خو روسیه وايي اوس چې د روان میلادي کال د پیل په مقایسه د تېلو بیه لوړه وشې، د تیولو د تولید د بندولو مسلې خپل اهمیت له لاسه ورکړې ده.