د میدان وردګ بهسود کې ۶۴ ښځينه زده کوونکي مسموم شوي

نن له غرمې مخکې د میدان وردګو ولایت د بهسودو د دوهمې برخې ولسوالۍ په استقلال ښځینه ښوونځي کې څلور شپیته تنه زده کوونکي مسموم شوي دي.

د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل آزادي راډیو ته وویل چې مسموم شوي زده کوونکي سملاسي روغتون ته انتقال شوي او دا مهال یې روغتیايي وضعیت ښه دی.

کبیرحقمل که څه هم په دې اړه جزییات ورنه کړل چې دغه پېښه څنګه رامنځته شوې خو وايي په دې اړه له پوره ارزونو وروسته به معلومات له رسنیو سره شریک کړي.